د اسرائیلو پوځ منلې چې د لبنان له خوا د ۴۰ توغندیو په وسیله اشغال شوې سیمې په نښه شوې دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې ۴۰ توغندي له لبنان څخه د اشغال شویو سیمو پر لور توغول شوي او یو شمېر دغه توغندي په اشغال شویو سیمو لګېدلي دي.
د اسرائیلو د رژیم ټلویزیون ۱۲ چینل هم اعلان وکړ چې د لبنان له خوا د راکټی حملو په نتیجه کې د صهیونیسټانو د مرګ ژوبلې په هکله د رپوټونو له خپریدو وروسته، د ژغورنې ځواکونه د اسبع الجلیل په سیمو کې پلټنه کوی.
عبراني ورځپاڼې "اسرائیل هم" هم خبر ورکړی، چې یو راکټ د "مارګلیوټ" په سیمه کې د صهیونیسټي میشتې سیمې په یوه ودانۍ لګیدلی او ویلي یې دي، چې د عیني شاهدانو د راپورونو له مخې د راکټ د لګیدو ځای ته درانه زیانونه اوښتي دي.
سربیره پر دې د صهیونیسټي رژیم رسنیو د کریت شمون په ښارګوټي او د هغې په شاوخوا سیمو د توغندیو د حملې خبر ورکړی او په دغه نیواکي سیمه کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د لبنان د حزب الله له راکټي بریدونو وروسته د کریت شمعون ښاروال له اوسیدونکو وغوښتل چې پناه ځایونو او خوندي سیمو ته لاړ شي.
دغو رسنیو دا هم اعلان کړی چې د کریت شمعون، مرغلیوت، تلهای، مسکاف عام او المتله په سیمو کې د خبرداري سایرن اورېدل شوی دی.
جمهورخبري آژانس