د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې دغې ډلې په فاریاب ولایت کې د طوطي د ګازو د استخراج تړون له یوه ازبک شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د رسنیو دفتر د پنشنبې په ورځ (د تلې په ۱۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طوطي میدان د ګازو د استخراج لس کلن تړون یې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت له یوه ازبک شرکت سره لاسلیک کړی دی.
طالبانو ویلي چې د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه ډالره او د لسو کلونو په موده کې یو میلیارد ډالر پانګونه کوي او په لومړیو دوو کلونو کې به له استخراج شوي ګاز څخه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.
په فارياب ولايت کې د توتي ګازو زيرمې شاوخوا اووه زره مربع کيلومتره مساحت لري.
جمهورخبري آژانس