۰

په دوحه کې د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه او خبرې اترې

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۵
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پنشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل.
په دوحه کې د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه او خبرې اترې
د ایران  د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پنشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې تېره اوونۍ لبنان او سوریې ته تللی و، د چهارشنبې په ورځ یې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان او ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د سعودي عربستان له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل او د سیمې پر پرمختګونو یې خبرې وکړې.

عراقچي نن په سعودي عربستان کې د خپلو مشورو په اړه لیکلي: ګټورې او رغنده مشورې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه تر سره شوې، دغه راز په غزه کې د نسل وژنې او په لبنان باندې د پوځی تیریو په شمول د صهیونیسټی رژیم د جنګی جنایتونو د سمدستی د بندولو او له بې ځایه شویو سره د چټکې مرستې ا لپاره د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وشو.

د ایران لوړ رتبه دیپلومات ټینګار وکړ: د ایران اسلامی جمهوریت او سعودی عربستان په مختلفو برخو کې د اړیکو او ملګرتیاو په پراخولو کې جدی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي