۰

د روغتیا نړیوال سازمان په پاکستان او افغانستان کې د پولیو د ۵۰ پېښو د ثبتولو اعلان وکړ

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۲
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې سږ کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په پاکستان او افغانستان کې د پولیو د ۵۰ پېښو د ثبتولو اعلان وکړ
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې سږ کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې ۲۲ پېښې او په پاکستان کې ۲۸ پېښې ثبت شوې دي. اعلامیه زیاتوي چې د تېر کال په پرتله د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

د اعلامیې پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۶ پېښې په افغانستان او ۶ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې یوازې په روانه اوونۍ کې په پاکستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ویل شوي، چې دا پېښې په سندهـ او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د پولیو ډېرې مثبتې پېښې د هېواد په ختیځ او جنوب کې ثبت شوې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي