د ډنمارک حکومت اعلان کړی چې د افغان اتباعو پاسپورتونه باطل دي او د سپټمبر له ۱۸مې وروسته به یې ونه پیژني.
د شینګن نیوز د راپور له مخې، دغه پرېکړه په دې معنا ده چې په ډنمارک کې مېشت افغان کډوال چې له دې نېټې وروسته یې پاسپورټونه نوي شوي، باید د طالبانو له خوا صادر شوی نوی پاسپورت ترلاسه کړي.
د ډنمارک د مهاجرت ادارې ویلي؛ که چیرې د افغان اتباعو څخه وغوښتل شي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته سفر وکړي، تمه کیږي چې دا کار وکړي.
دغه رياست همدا راز زياته کړې، چې له افغانستانه کډوال کولاى شي د کډوالو د سفر سند ترلاسه کړي، خو نور کسان د دغه ډول سند د ترلاسه کولو وړ نه دي.
په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د جولای له ۳۰مې وروسته به په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازو له خوا خپاره شوي اسناد نه مني.
جمهورخبري آژانس