د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ د تیرې چهارشنبې په ورځ د نیواک شوی فلسطین په شمالی سیمو کې د صهیونیسټی پوځیانو او میشت ځایونو په ضد ۲۲ پوځي عملیات ترسره کړل.
د جمهور خبری اژانس د رپوټ له مخې د لبنان د حزب الله توغندی په دغو عملیاتو کښې په یو وخت کښې د فلسطین تر نیواک لاندې سیمو ته داخل شول او د حیفا په خلیج کښې یې هدفونه په نښه کړل.
د "شهاب" خبري اژانس ټیلیګرام چینل د اسراییلو د 12 تلویزیوني چینل په حواله اعلان وکړ چې د "جلیل" او "امنون" ترمنځ لاره د لبنان څخه د راکټي برید او اور لګیدو وروسته تړل شوې ده.
د «المیادین» شبکې هم د اسرائیلي رسنیو په حواله خبر ورکړی او اعلان یې کړی چې د لبنان په جنوب کې د حزب الله له ځواکونو سره په سرحدي نښتو کې یو سرتیری وژل شوی دی.
په همدې حال کې د عراق اسلامی مقاومت هم د اشغال شوی فلسطین په شمال کې په یو مهم او حیاتی هدف باندې د هوایی حملې اعلان وکړ.
د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: د غزې او لبنان له خلکو سره د مرستې لپاره او د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په خلاف د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په ځواب کې، د یرغلګرو په وړاندې د مقاومت د سیاست په دوام کې، زمونږ د مقاومت د سیاست په دوام کې. د عراق د اسلامي مقاومت جنګیالیو نن د شنبې په ورځ سهار وختي د نیول شویو سیمو په شمال کې یو مهم هدف د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړ.
په دغه بیانیه کې همدارنګ اسلامی مقاومت د دښمنانو د مرکزونو د ویجاړولو لپاره د خپلو عملیاتو په دوام ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژآنس