د هرات ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز په ۱۳مه او ۱۴مه ناحیه کې د ۲ رغنیزو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د مسوولینو په خبره د هرات ښاروالۍ له لوري د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت په یادو پروژو کې د سړک اساسي قیر کول او د یوه کانال د کانکرېټ اچولو او رغولو چارې شاملې دي, چې د جوړیدو چارې به یې په درې نیمو میاشتو کې بشپړې شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو په پیل کېدو خوښي څرګندوي او دغه دې ته د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
جمهورخبري آژانس