د طالبانو ډلې د یوناما د سیاسي څانګې د مشر سکاټ سمیټ له قوله ویلي چې د دغې ډلې او نړۍ تر منځ د باور فضا رامنځته کولو لپاره کار کوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ نن پنشنبه (د تلې ۱۹مه) اعلان وکړ چې د دې ډلې د لومړي وزیر د دفتر مشر ملا عبدالواسع د یوناما د سیاسي څانګې له مشر سکاټ سمیت سره کتلي دي.
په دې کتنه کې ښاغلي سمېت وویل، موږ هڅه کوو چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو له لارې مثبتې اړیکې او د باور فضا رامنځته کړو او د بحث وړ مسایلو لپاره به اساسي حل لارې ولټوو.
ډاکټر ملا عبدالواسع دا هم وويل چې د مثبت تعامل، همغږۍ او تفاهم له لارې ستونزو ته د حل لارې موندلی شي او مثبت پيغامونه شريکولی شي.
د یادولو وړ ده چې طالبانو ډلې ته د افغانستان په تسلیمیدو سره تر اوسه هیڅ هیواد یا نړیوال سازمان دغه ډله په رسمیت نه ده پیژندلې او د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان په سیاسي انزوا کې دی چې د نړیوال تسلیم او داخلي مشروعیت له نشتوالي سره مخ دی. خلکو ته بې شمېره ستونزې جوړې کړې.
جمهورخبري آژانس