ملا حقاني د اروپایي ټولنې له سفیرې سره کتلي

19 میزان 1403 ساعت 10:22

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له سفیرې سره کتلي او د افغان کډوالو پر وضعیت او مرستو را جلبولو یې ورسره خبرې کړې دي.


د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له سفیرې سره کتلي او د افغان کډوالو پر وضعیت او مرستو را جلبولو یې ورسره خبرې کړې دي.

د اروپایي ټولنې سفیرې ویلي، چې د کډوالو او نورو اړمنو د لاسنیوي په موخه د ملګرو ملتونو له مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره د ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه کې دواړو خواو د ګډ میکانیزم رامنځته کولو په موخه د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هم هوکړه شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176336

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176336/

جمهور
  https://www.jomhornews.com