پاکستان کې روانو لاریونونو افغان کډوال له ستونزو سره مخ کړي

19 میزان 1403 ساعت 10:13

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې په دغه هېواد کې وروستیو لاریونونو او بې ثباتۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.


په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې په دغه هېواد کې وروستیو لاریونونو او بې ثباتۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي چې په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو محدودیتونه هم زیات شوي او د نیولو او بد چلند له وېرې نه‌شي کولای، چې له خپلو کورونو بهر ووځي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي؛ خو تېره ورځ د یاد وزارت سرپرست په بهرنیو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره پر بد چلند نیوکه وکړه او له یادو هېوادونو څخه یې وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره له بد چلنده ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com