د افغانستان لباره د ریچارډ بنېټ ماموریت وغځول شو

19 میزان 1403 ساعت 10:07

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ماموریت؛ دا د بل کال لپاره وغځول شو.


د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ماموریت؛ دا د بل کال لپاره وغځول شو.

د بشري حقونو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بینیټ ماموریت تېره شپه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرېکړه لیک ته له رایې ورکولو پرته تصویب او د ۱۸ میاشتو لپاره وغځول شو.

په اعلامیه کې له ښاغلي بینیټ څخه غوښتل شوي چې د بشري حقونو شورا ۵۸مې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور چمتو کړي.

اعلامیې زیاته کړې چې بینیټ باید د طالبانو د ښو او بدو د منع کولو قانون په اړه جلا راپور چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم بینیټ ته دنده سپارلې چې د ملګرو ملتونو د نورو ځانګړو ماموریتونو په مرسته د افغان ښځو او نجونو لپاره عدالت ته د لاسرسي او خوندیتوب او پر هغوی د بېلابېلو ډولونو د تبعیض د اغیزو په اړه یو راپور چمتو کړي.

دا شورا، د دې پر بنسټ به د دې موضوع په اړه د متقابلو خبرو اترو وده وکړي.

دغې شورا هم د طالبانو له خوا افغانستان ته د ښاغلي بینیټ پر سفر بندیز وغانده او له دغې ډلې یې وغوښتل چې دغه پرېکړه لغوه کړي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له میکانیزمونو سره همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو د روان هجري لمریز کال د اسد په میاشت کې افغانستان ته د ریچارډ بینیټ په راتګ بندیز ولګاوه.

طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بینیټ راپورونه یو طرفه او د دغې ډلې پر ضد پروپاګند بللي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176332

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176332/

جمهور
  https://www.jomhornews.com