۰

د طالبانو نوی سفیر د ازبکستان د حکومت له خوا ومنل شو

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۳
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې عبدالغفار تراوي په دغه هېواد کې د طالبانو د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو نوی سفیر د ازبکستان د حکومت له خوا ومنل شو
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې عبدالغفار تراوي په دغه هېواد کې د طالبانو د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

دغه وزارت وايي، د طالبانو د سفیر باور لیک د چهارشنبې په ورځ د تلې ۱۸ مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف منلی دی.

د اعلامیې پر بنسټ، عبدالغفار ترهوي له بختیار سیدوف سره په کتنه کې د طالبانو او تاشکند ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. باید وویل شي، چې طالبانو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې ازبکستان ته یې نوی سفیر استولی دی.

که څه هم د ازبکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني. خو هغه له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي