د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر اقتصادي مرستیال وايي، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یې د ۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه پیل کړې ده.
دغه دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پروژه پرون سه شنبه د تلې ۱۷ مه د ملا عبدالغني برادر په حضور کې پرانیستل شوه.
د اعلامیې پر بنسټ، په دې پروژه کې به ۷۷ ترکي شرکتونه او کورني زولستان شرکت ۱۸ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
دغه دفتر زیاته کړه چې د دغې پروژې کار به د یوه کال په موده کې بشپړ شي.
د خبرځاى د څرګندونو پر بنسټ، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د کابل په صنعتي پارکونو او ښاريانو کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه تر يوه حده حل شي
اوس مهال د افغانستان د برېښنا ډېره برخه له بهر څخه واردېږي.
جمهورخبري آژانس