روسیه: موږ په کورسک سیمه کې ۲۰۰ اوکرایني پوځیان وژلي دي

17 میزان 1403 ساعت 16:04

د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د «کورسک» په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د تېرې ورځې او شپې په جګړو کې لږ تر لږه ۲۰۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.


د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د «کورسک» په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د تېرې ورځې او شپې په جګړو کې لږ تر لږه ۲۰۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د «کورسک» په سیمه کې د تیرې ورځې او شپې په نښتو کې لږ تر لږه ۲۰۰ اوکرایني سرتیري وژل شوي دي.

د رشاتودي په وینا، په بیان کې دا هم راغلي چې "د روسیې وسله والو ځواکونو دوه ځوابي بریدونه په شا وتمبول او د روسیې خاورې ته یې د ژور برید هڅه یې شنډ کړه." لکه څنګه چې د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، د اوکراین وسله والو ځواکونو د «کورسک» په سیمه کې د جګړو په ترڅ کې تر اوسه څه باندې ۲۱ زره سرتیري له لاسه ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176273

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176273/

جمهور
  https://www.jomhornews.com