د خوړو نړیوال سازمان د افغانانو د ظرفیتونو په لوړولو کې پر پانګونې ټینګار وکړ

17 میزان 1403 ساعت 16:02

د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د لوږې د بحران د کنټرول لپاره د افغانانو پر ظرفیتونو پانګونه اړینه ده.


د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د لوږې د بحران د کنټرول لپاره د افغانانو پر ظرفیتونو پانګونه اړینه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن سه شنبه د تلې ۱۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د دوامداره لوږې د پای ته رسولو لپاره اړینه ده چې د دغه هېواد د خلکو پر ظرفیتونو پانګونه وشي.

د اعلامیې پر بنسټ، دغه اداره په هېواد کې د کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بیړنیو حالاتو کې خوراکي توکي او نغدې پیسې برابروي.

دغه سازمان تېره ورځ اعلان وکړ، چې سږ کال به په افغانستان کې پر ۴ میلیونه اړمنو کسانو نغدي مرستې وویشي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د دغو مرستو د ترلاسه کوونکو نیمايي برخه ښځې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پراخې بې وزلۍ حاکمه شوه او نږدې ۲۴ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړ کړل.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176272

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176272/

جمهور
  https://www.jomhornews.com