د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د لوږې د بحران د کنټرول لپاره د افغانانو پر ظرفیتونو پانګونه اړینه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن سه شنبه د تلې ۱۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د دوامداره لوږې د پای ته رسولو لپاره اړینه ده چې د دغه هېواد د خلکو پر ظرفیتونو پانګونه وشي.
د اعلامیې پر بنسټ، دغه اداره په هېواد کې د کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بیړنیو حالاتو کې خوراکي توکي او نغدې پیسې برابروي.
دغه سازمان تېره ورځ اعلان وکړ، چې سږ کال به په افغانستان کې پر ۴ میلیونه اړمنو کسانو نغدي مرستې وویشي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د دغو مرستو د ترلاسه کوونکو نیمايي برخه ښځې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پراخې بې وزلۍ حاکمه شوه او نږدې ۲۴ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړ کړل.
جمهورخبري آژانس