۰

وسله والو طالبانو په بدخشان کې یوه ښځه له تښتولو وروسته وژلې ده

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۵
د بدخشان ځايي سرچينې وايي، چې يوه طالب جنګيالي چې يوه ښځه يې د واده په نيت تښتولې وه، څو ورځې وروسته يې وژلې ده.
وسله والو طالبانو په بدخشان کې یوه ښځه له تښتولو وروسته وژلې ده
د بدخشان ځايي سرچينې وايي، چې يوه طالب جنګيالي چې يوه ښځه يې د واده په نيت تښتولې وه، څو ورځې وروسته يې وژلې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تښتول شوې مېرمنې مړى د دوشنبې په ورځ د تلې په ١٦مه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د هغې کور ته څېرمه وموندل شو.

ويل کيږي دغه ميرمن شاوخوا يوه اوونۍ مخکې دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شوه.

سرچينې چې د دې طالب جنګيالي نوم يې نه دى اخيستى، ويلي چې وژل شوې ښځه د يوه طالب جنګيالي ورور وه. خو هغې درې کاله وړاندې خپل مېړه له لاسه ورکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالب جنګيالي اوس پلان درلود، چې د خپل ورور له پخوانۍ مېرمنې سره واده وکړي. خو ښځه راضي نه وه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي