په لغمان کې ځايي سرچينې وايي، د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د تلې په ١٦مه د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په "تنګي" سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دا پېښه د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
جمهورخبري آژانس