د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره ۱۱۴ روغتیايي بستې مرسته وکړه

17 میزان 1403 ساعت 12:28

د روغتیا د نړیوال سازمان استازی وايي چې په افغانستان کې له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره ۱۱۴ روغتیايي بستې مرسته کړې ده.


د روغتیا د نړیوال سازمان استازی وايي چې په افغانستان کې له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره ۱۱۴ روغتیايي بستې مرسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن سه شنبه د تلې ۱۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغو روغتیايي کڅوړو کې د ۱.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د ژمي لپاره درمل او نور اړین روغتیايي توکي شامل دي.

خبرځاى زياته کړه چې دغه روغتيايي بستې به د ٢٢ ولايتونو مرکزونو ته ورکړل شي. په اعلامیه کې راغلي چې دا مرسته به په لرو پرتو سیمو کې د ژمي په موسم کې نږدې ۸۰۰ زره ناروغانو ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان استازي وويل چې له خپلو همکارانو سره په ګډه ژمن دي چې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي ښه والي او په محرومو سيمو کې د خلکو ژوند وژغوري.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 176256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com