۰

په بامیان ولایت کې د سړې موسم په رارسیدو سره د عامه ګټو د پروژو د تطبیق چارې پیل شوې

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۵
د بامیانو ولایت بیارغونې ته د طالبانو د نه پاملرنې،د بامیان د اوسېدونکو له یو لړ نیوکو وروسته او له دغه ولایت څخه د طالبانو د ستر عاید په اړه د جمهور رییس د خبری آژانس د راپور له خپریدو وروسته؛ ؛ دغې ډلې په دغه ولايت کې يو شمېر پرمختيايي پروژې تر لاس لاندې نيولې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ د طالبانو سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په څلورو پرمختیايي پروژو کې د سید میرهاشم اغا څلورلارې جوړول، استنادي دېوالونه، سلبر، د سړک په شاوخوا کې د ترافیکي نښو نصبول او همدارنګه د رنګارنګ او د ښاروالۍ د هټیو جوړول شامل دي.

د څه دپاسه ٣١ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوى دى. څو اونۍ وړاندې د دې ډلې سیمه ییزو چارواکو د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بامیانو د هوايي ډګر د بیارغونې اعلان وکړ.

دا فعالیتونه داسې مهال پیلیږي چې په بامیان کې د سړې موسم پیل شوی دی. څه موده وړاندې د جمهور خبري اژانس د طالبانو د پراخ فساد او د عامه ګټو پروژو ته د دې ډلې د بې غورۍ په اړه پراخ راپورونه خپاره کړي وو.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي