د غور ولایت محتسبین: که تاسو خپله ږیره وخریۍ یا ستاسو میرمنې بهر کار وکړي، په مقعد کې به مو د ټوپک میل درکړو
د غور ولایت په لعل او سرجنګل کې طالبانو بې سرپرسته ښځو ته ویلي، ولاړې شۍ خپل قبرونه وکیندۍ خو نور اجازه نه لري چې بهر کار وکړۍ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ د طالبانو دولتي محتسبینو پرون د غور ولايت په لعل او سرجنګل ولسواليو کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي راټول کړل او خبردارى يې ورکړ چې که د دې ډلې له قانون څخه سرغړونه وکړي، له سختې سزا سره به مخ شي.
د لعل او سرجنګل ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي جمهورخبري خبري اژانس ته وویل: محتسبینو له بدو الفاظو کار اخیستی او ورته ویلي یې دي: هغه نارینه چې ږیره پرې کوي، او یا یې میرمنې له کوره بهر کار کوي؛ موږ به یې مخ ورتو رکړو تورې پرې کړو او په خره سپاره او د ښار په شاوخوا کې به یې ګرځوو، یا به د دوی په مقعد کې توپک میل ورکېږدو، تر څو نورو خلکو ته د طالبانو له اصولو څخه د سرغړونې درس وي.
د ځايي سرچينو په وينا، د طالبانو محتسبینو د دې ولسوالۍ بې کوره مېرمنو ته هم ويلي، چې نور له کوره بهر د کار اجازه نه لري او که هغه مېرمنې چې وايي له لوږې مري، لاړې شي او خپل قبرونه دې وکیندي، خو موږ د کور څخه بهر د کار کولو اجازه به دوی ته نه ورکوو، او هغه میرمنې چې د دې حکم څخه سرغړونه کوي باید د پایلو انتظار وکړي.
په همدې حال کې د دغې ولسوالۍ د قزل او صافياب له کليو يوې بلې سرچينې د روز خبري آژانس ته وويل: طالبانو په دغه کلي کې څو تنه په لنډو ږيرو وهلي دي.
ويل کيږي چې د طالبانو د قانون له تصويب وروسته د لعل او سرجنګل ولسواليو د چارو له ادارې څخه سيمه ييز محتسبين په ځانګړې توګه شيعه مذهبه له دندو ګوښه شوي او پر ځاى يې د نورو سيمو متعصب کسان ټاکل شوي دي.
جمهورخبري آژانس