نیمروز کې د ۵ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پيل شوې

17 میزان 1403 ساعت 8:24

د نیمروز روغتیایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د پنځو روغتيايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې.


د نیمروز روغتیایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د پنځو روغتيايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د نیمروز ولایت د عامې روغتیا رییس ویلي، چې دغه مرکزونه د خاشرود او دلارام ولسوالیو اړوند په دیوالک، ګرو، شاګي او خروارو سیمو کې د UNFPAپه مالي ملاتړ د ۳ ميليونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړیږي چې نسایي او ولادي خدمتونه به په کې وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو روغتیايي مرکزونو کې به د سيمې شاوخوا ۱۲ زرو ناروغانو ته د امیندوارۍ اړوند خدمات وړاندې کړي.

ځایي اوسېدونکو او روغتیايي چارواکو د روغتیا په برخه کې دا یو مهم ګام بللی او هیله يې څرګنده کړې، چې د دې مرکزونو په جوړېدو سره به په سیمه کې د ماشومانو او میندو مړینه کمه شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com