یوناما: د هرات زلزله ځپلي لا هم مرستو ته اړتیا لري

16 میزان 1403 ساعت 16:29

یوناما یا د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر وايي، د هرات زلزله ځپلي له یوه کال وروسته لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.


یوناما یا د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر وايي، د هرات زلزله ځپلي له یوه کال وروسته لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دفتر نن دوشنبه د تلې ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې که څه هم ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په تېر کال کې د هرات له زلزله ځپلو سره سلګونه زره مرستې کړې دي. مګر دوی خورا اغیزمن شوي.

اعلامیه زیاتوي، ملګرو ملتونو او ملګرو یې د زرګونو خلکو اړتیاوې په پام کې نیولي، خو په ټوله کې هېواد د سختو طبیعي پېښو له امله زیانمن دی او د ژمي په رارسېدو سره لا زیاتو او عاجلو مرستو ته اړتیا ده.

بل خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق هم د هرات له زیانمنو ماشومانو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسوشیټیډ پریس پرون راپور ورکړ چې نړیوال مرستندویه سازمانونه د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ستړي شوي او مرستې یې ډیرې کمې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې نږدې يو کال وړاندې د رېښتر په کچه ٦،٣ درجې زلزلې د هرات په ځانګړي ډول د دغه ولايت د زنده جان ولسوالۍ ځينې برخې سختې ويجاړې کړې وې.

که څه هم یو کال تېر شو، خو لا هم په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو کره شمېره نه ده معلومه. خو د اټکلي شمېرو له مخې په دې زلزله کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان مړه او ژوبل شول.

د شمېرو له مخې په دې زلزله کې شاوخوا ۱۲ زره کسان بې کوره شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176234

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176234/

جمهور
  https://www.jomhornews.com