د خوړو نړیوال سازمان:

افغانستان کې مو پر ۴ میلیونو خلکو نغدي مرستې ووېشلې

16 میزان 1403 ساعت 12:41

د خوړو نړیوال سازمان وايي، سږ کال یې په افغانستان کې پر ۴ میلیونو خلکو نغدي مرستې وېشلې دي.


د خوړو نړیوال سازمان وايي، سږ کال یې په افغانستان کې پر ۴ میلیونو خلکو نغدي مرستې وېشلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان تېره شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د نغدي مرستو د ترلاسه کوونکو نيمايي برخه يې ښځې دي.

د اعلامیې له مخې، نغدي مرستې دوی ته دا ځواک ورکوي چې په هغه څه مصرف کړي چې د دوی کورنۍ خورا ورته اړتیا لري."

تر دې وړاندې نړیوالو سازمانونو ویلي وو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخېدو له امله شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي نړیوالو مرستو ته اړ دي.

ددغو سازمانونو په وینا، په افغانستان کې د بې وزلۍ خپریدو د خلکو اقتصاد په ځانګړې توګه د پیرودلو ځواک خورا کمزوری کړی دی.

له بلې خوا د ښځو د کار د بندولو په برخه کې د طالبانو محدودیتونو هم د ټولنې دغه برخه له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com