د لومړي ځل لپاره حزب الله د حیفا ښار د استوګنې سیمې په نښه کړې / لسګونه کسان مړه او ټپیان شول
د اسراییلي جنګیالیو لخوا پر لبنان د درنو بمباریو سره؛ د لبنان حزب الله په حیفا ښار په لسګونو توغندی وویشتل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ د حزب الله یو شمیر توغندي د اسرائیلو د دفاعي سیسټم له تیریدو وروسته د حیفا ښار په ښاري سیمو او ودانیو لګیدلي چې له امله یې ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.
رسنیو خبر ورکړی، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه صهیونیسټان وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوی دی. لږترلږه پنځه توغندي په حیفا ولګیدل. یو توغندی پر یوه رستوران ولګېد چې له امله یې مرګ ژوبله او زیانونه واوښتل.
دا لومړی ځل دی چې حزب الله پر ملکي اهدافو ډزې کوي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
تر دې وړاندې حزب الله یوازې پر پوځي، جاسوسي او بنسټیزو مرکزونو بریدونه کول، خو د بیروت په څنډو کې د استوګنې پر ودانیو د اسراییلو د جنایي بریدونو له امله چې نن شپه پیل شوي، موږ د حزب الله د غچ اخیستونکو بریدونو شاهدان یو. حزب الله اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې یې د فدی ۱ توغندی کارولی او د حیفا جنوب یې په نښه کړی دی.
همداشان صهیونیسټي راډیو د لبنان له خاورې څخه د فلسطین په شمال کې د کرمیل او دیرالاسد په ښارګوټو د ۲۵ راکټونو د ویشتلو خبر ورکړ او اعتراف یې وکړ چې دغه حملې د دغو دوو ښارونو په ودانیو لګیدلې دي.
دغې رسنۍ د دغه برید د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
د لبنان حزب الله هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د یفتا په ښارګوټي کې یې د اسرائیلي پوځیانو پر یوه غونډه برید کړی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
جمهورخبري آژانس