ملا بدري له بلال کریمي سره ولیدل

15 میزان 1403 ساعت 14:32

د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په چین کې د افغانستان په سفارت کې د دغې ډلې له سفیر بلال کریمي سره وکتل او په افغانستان کې یې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.


د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په چین کې د افغانستان په سفارت کې د دغې ډلې له سفیر بلال کریمي سره وکتل او په افغانستان کې یې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۵ مه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هبت الله بدري په کابل کې د چین په سفارت کې د دې ډلې له سفیر بلال کریمي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د پانګونې د فرصتونو، په چین کې د طالبانو د سفارت د هڅو او د دغه هېواد د شرکتونو د پانګونې د جلبولو او په ځانګړي ډول د قشغري او مسینق د نفتو د پروژو د دندو په اړه چې له چینايي شرکتونو سره یې تړونونه لري خبرې وکړې.

جمهور خبري آژانس


د مطلب کود: 176179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com