طالبانو او ایران د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کولو په اړه خبرې وکړې

15 میزان 1403 ساعت 9:41

د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې او ایراني پلاوي د هغو موافقو د عملي کیدو په اړه خبرې وکړې چې د ملا برادر د سفر په ترڅ کې شوې وې.


د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې او ایراني پلاوي د هغو موافقو د عملي کیدو په اړه خبرې وکړې چې د ملا برادر د سفر په ترڅ کې شوې وې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن  یکشنبې (د تلې ۱۵) اعلان وکړ چې د موافقې د عملي کولو دوه اړخیزه غونډه د ایران اسلامي جمهوریت ته د دغې ډلې د اقتصادي مرستیال د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د سفر په لړ کې وشوه.

د ایران د سیستان او بلوچستان د والي محمد کریمي په مشرۍ د دغه وزارت او ایراني پلاوي په مشرۍ غونډه شوې ده.

طالبانو ویلي، چې دواړو لورو د چابهار بندر او د ازادې حوزې په اړه د هغو هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې، چې د دې ډلې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لیدنې پر مهال شوې وې.

د چابهار د رقابت پر وړتیا د ټینګار په ترڅ کې دواړه لوري مکلف شول چې د لا زیاتو بحثونو لپاره د هوکړه لیک د تطبیق لپاره تخنیکي کمیټه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176160

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176160/

جمهور
  https://www.jomhornews.com