متقي له لاوروف سره مسکو کې کتلي دي

14 میزان 1403 ساعت 19:14

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل او د دغې ډلې او روسیې تر منځ یې د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د لوړولو غوښتنه وکړه.


د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل او د دغې ډلې او روسیې تر منځ یې د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې د لوړولو غوښتنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن شنبه (د تلې ۱۴ مه) په خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د مسکو د شپږمې مشورتي غونډې په څنډه کې کتلي دي.

لاوروف وويل روسي شرکتونه لېواله دي چې د کرنې، کانونو او ترانسپورت په برخو کې پانګونه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

مولوي امیرخان متقي د دې ډلې او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړېدل اړین وبلل او ویې ویل، د مسکو ناسته باید د طالبانو او سیمې ترمنځ د همکارۍ د پراخولو یوه پروسه وي.
متقي ادعا کړې چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او پانګونې ته زمینه برابره ده.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې طالبانو په پرله پسې ډول د امنيت ډاډ ورکړى او بهرني پانګوال يې په هېواد کې پانګونې ته راوبلل، خو تر اوسه هېڅ کورني او بهرني پانګوال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا نه ده ښودلې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176152

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176152/

جمهور
  https://www.jomhornews.com