په ۲۶ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی دی

14 میزان 1403 ساعت 19:10

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۲۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۲۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن شنبه د تلې ۱۴ مه اعلان وکړ چې نن او سبا په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، کابل، پنجشیر، کاپیسا، بغلان، پروان، سمنګان، میدان وردګو، غزني ولایتونو کې د اورښتونو لړۍ دوام لري. په بامیان، دایکندي، غور، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند کې د باران او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.

د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د اورښت اندازه د ۱۵ او ۴۵ ملي مترو ترمنځ وي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د هېواد په شمال، لوېديځ، سوېل او مرکز کې په ولايتونو کې د سختو بادونو او دوړو اټکل شوى دى.

د دغو بادونو سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ لوستل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176151

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176151/

جمهور
  https://www.jomhornews.com