۰
پنجشیر:

د طالبانو په یوه کمپ کې د ګازو د بالون چاودنه؛ تر ۳۰ زیات کسان مړه او ټپیان شول

شنبی ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۸
د پنجشیر ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې د ګازو د بالون د چاودنې له امله تر ۳۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان دي.
د طالبانو په یوه کمپ کې د ګازو د بالون چاودنه؛ تر ۳۰ زیات کسان مړه او ټپیان شول
د پنجشیر ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې د ګازو د بالون د چاودنې له امله تر ۳۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې، دغه پېښه تېره شپه د ميزان په ١٣مه د پنجشېر د وادي ولسوالۍ د "بيک محمد" په کلي کې د طالبانو په کمپ کې د معلم بشير په نوم د يوه کس په کور کې رامنځته شوې ده.

په پنجشېر کې باخبره سرچينې وايي، چې په دې پېښه کې تر ٣٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي او ټپيان دي.

طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی؛ خو ده وويل چې په دې پيښه کې ددغې ډلې شپږ تنه جنګيالي ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې وسله وال طالبان د پنجشېر ولايت د پخوانيو دولتي چارواکو او مشرانو په کورونو کې مېشت دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي