۰

په نورستان کې یو موټر دره ته لوېدلی ۱۵ تنه مړه او ټپیان شول

شنبی ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۴
د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د یوه «تیوتا» ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۱۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
په نورستان کې یو موټر دره ته لوېدلی ۱۵ تنه مړه او ټپیان شول
د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د یوه «تیوتا» ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۱۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په نورستان کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د میزان په ۱۳ مه د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ په "باجیګل" کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٧ کسان وژل شوي او ٨ ​​نور ټپيان دي. په دې پيښه کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

ويل کيږي چې دغه پيښه د سړک د خرابيدو له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې نورستان يو غرنى ولايت دى او د دغه ولايت ډېرى لارې د تګ راتګ وړ دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي