۰

د مقاومت جبهه: هرات کې مو دوه طالبان وژلي

شنبی ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۲
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په هرات کې دوه طالب وسله وال وژلي دي.
د مقاومت جبهه: هرات کې مو دوه طالبان وژلي
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په هرات کې دوه طالب وسله وال وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې جبهې اعلان وکړ چې د جمعې په شپه یې د تلې په ۱۲مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر طالب جنګیالیو برید کړی دی.

د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې چې د انجیل ولسوالۍ د شهرک صوفي قدوس په سیمه کې ترسره شو، ۲ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې هم د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتوکې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي