۰

له ایران او پاکستان څخه ۲۴۱ افغان کورنۍ په زوره ایستل شوې

شنبی ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۲
د جمعې په ورځ د تلې په ۱۳مه، ۲۴۱ افغان کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې.
له ایران او پاکستان څخه ۲۴۱ افغان کورنۍ په زوره ایستل شوې
د جمعې په ورځ د تلې په ۱۳مه، ۲۴۱ افغان کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دغه افغان کډوالې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، پل ابرشام او اسلام کلا له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، ۳۵ کورنۍ د تورخم له لارې، ۳۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۷۷ کورنۍ د پل برشم له لارې او ۹۹ کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

ایران او پاکستان د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو بهیر ډېر کړی دی. په ډیری مواردو کې، دا کډوال په زوره ایستل کیږي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي