۰

د دیني علومو ترڅنګ د معاصرو علومو زده کړه هم اړینه ده

شنبی ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۹
د طالبانو ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي، د دیني علومو ترڅنګ د معاصرو علومو زده کړې ته هم اړتیا ده.
د دیني علومو ترڅنګ د معاصرو علومو زده کړه هم اړینه ده
د طالبانو ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي، د دیني علومو ترڅنګ د معاصرو علومو زده کړې ته هم اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په پکتیا کې دیني مدرسه د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په مراسمو کې وینا وکړه.

نوموړي وويل، چې د قرانکريم حفظ کول يو ستر فضيلت دى، خو د قرآن د نزول له پړاو څخه لومړى هدف پر هغه عمل کول او د شريعت او اسلام له مخې ژوند کول دي.

حقاني زیاته کړه، د یو باثباته افغانستان د لرلو او د هر ډول تیري په وړاندې د خپل ځان د دفاع لپاره باید دیني او معاصر علوم هر افغان زده کړي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو ته د افغانستان له تسليمېدو سره د افغانستان نيمه ټولنه له زده کړې او کار څخه بې برخې شوه.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي