د ازادۍ جبهې کابل او کندز کې پر طالبانو د بریدونو خبر ورکړ

14 میزان 1403 ساعت 12:27

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دوی ځواکونو په کابل او کندز کې پر طالب جنګیالیو بریدونه کړي دي.


د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دوی ځواکونو په کابل او کندز کې پر طالب جنګیالیو بریدونه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغې جبهې تېره شپه د تلې په ۱۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو بریدونو کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دغې جبهې په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې تېره شپه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند د «پنځه ستوري د تیلو د ټانک» په سیمه کې د دې ډلې ۳ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د ازادۍ جبهې په یوه بله اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تېره شپه د کندز ولایت په امام صاحب بندر کې د دوی ځواکونو پر طالب جنګیالیو بریدونه کړي دي.

د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې بريدکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې يو بل تن ټپي شو.

ازادي محاذ په دغو دواړو بریدونو کې خپلو ځواکونو ته د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com