۰

د ازادۍ جبهې کابل او کندز کې پر طالبانو د بریدونو خبر ورکړ

شنبی ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۷
د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دوی ځواکونو په کابل او کندز کې پر طالب جنګیالیو بریدونه کړي دي.
د ازادۍ جبهې کابل او کندز کې پر طالبانو د بریدونو خبر ورکړ
د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دوی ځواکونو په کابل او کندز کې پر طالب جنګیالیو بریدونه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې جبهې تېره شپه د تلې په ۱۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو بریدونو کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دغې جبهې په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې تېره شپه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند د «پنځه ستوري د تیلو د ټانک» په سیمه کې د دې ډلې ۳ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د ازادۍ جبهې په یوه بله اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تېره شپه د کندز ولایت په امام صاحب بندر کې د دوی ځواکونو پر طالب جنګیالیو بریدونه کړي دي.

د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې بريدکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې يو بل تن ټپي شو.

ازادي محاذ په دغو دواړو بریدونو کې خپلو ځواکونو ته د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي