د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې د داعش له استخدام څخه مخنیوی وکړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی چې د مسکو په شپږمه ناسته کې یې ګډون کړی، وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د دغې ډلې امارت د تخریبي ډلو پر وړاندې مبارزې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
هغه وویل چې د طالبانو د امارت معلومات ښیي چې په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې زیاتره هغه کسان برخه لري چې د بهرنیو هیوادونو اتباع دي.
هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې د داعش د استخدام مخه ونیسي.
طالبان ادعا کوي چې په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو امارت په افغانستان کې د خلکو چلند له امنیتي اندیښنو څخه بدل کړی چې په پراختیا، بیارغونې، د پانګونې په جلبولو او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو تمرکز کوي.
جمهورخبري آژانس