سرپل کې د سر د مرمۍ چاودنه؛ ۵ ماشومان مړه او ژوبل شول

14 میزان 1403 ساعت 9:34

په سرپل ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې ۵ ماشومان وژل شوي او ټپیان دي.


په سرپل ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې ۵ ماشومان وژل شوي او ټپیان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه د جمعې په ورځ د تلې په ١٣مه، د صياد ولسوالۍ د قفلان په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو د سر له ګولۍ سره لوبې کولې.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ويل کيږي چې په ټپيانو کې د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو جګړو څخه پاتې چاودېدونکي توکي تل قربانيان په ځانګړې توګه ماشومان اخلي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 176112

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176112/

جمهور
  https://www.jomhornews.com