په سرپل ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې ۵ ماشومان وژل شوي او ټپیان دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه د جمعې په ورځ د تلې په ١٣مه، د صياد ولسوالۍ د قفلان په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو د سر له ګولۍ سره لوبې کولې.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ويل کيږي چې په ټپيانو کې د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو جګړو څخه پاتې چاودېدونکي توکي تل قربانيان په ځانګړې توګه ماشومان اخلي.
جمهورخبري آژآنس