د مسکو فارمټ غونډه؛ لاوروف: له طالبانو سره عملي خبرې باید وساتو

14 میزان 1403 ساعت 9:31

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو په فارمټ غونډه کې وویل چې له طالبانو سره به عملي خبرې روانې وي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو په فارمټ غونډه کې وویل چې له طالبانو سره به عملي خبرې روانې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جمعې په ورځ د تلې په ۱۳مه، په مسکو کې د غونډې په پیل کې ښاغلي لاوروف ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د رغنده تعامل ساتل به د سیمې د امنیتي او اقتصادي پراختیا ګټو او همدارنګه د بین الافغاني ملي همغږۍ موخې برابرې کړي.

هغه له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د هڅو او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره د دې ډلې د "فعال چلند" ستاینه وکړه. لاوروف دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ستونزه نه ده حل شوې او له طالبانو سره یې په دې برخه کې د هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له خوا د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو پر بندولو نیوکه وکړه او د دغه هېواد د ازادولو غوښتنه یې وکړه. لاوروف دا هم ویلي، چې امریکا هڅه کوي د افغان مسئلې د حل بهیر کنټرول کړي او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل، چې په دې برخه کې محتاط واوسي.

د هغه په ​​وینا مسکو له طالبانو سره د سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته دوام ورکوي. هغه د افغانستان ستونزې "بې شمېره" وبللې او ویې ویل چې دی په دې باور دی چې د "مسکو بڼه" په څېر سیمه ییز میکانیزمونه کولی شي خورا مهمې پایلې ترلاسه کړي.

باید و ویل شي، چې په دې غونډه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان موتګي هم ګډون کړی و. موتي وويل، چې په افغانستان کې د اقتصادي او پانګونې له فرصتونو څخه د ګټې اخيستنې لپاره يو سم سياسي تفاهم ته اړتيا ده.

نوموړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې ناسمې وبللې او ویې ویل چې داعش د افغانستان له پولو بهر روزنیز مرکزونه لري. له بلې خوا؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ښاغلي لاوروف د مسکو غونډې په څنډه کې له امیر خان متقي سره وکتل.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې په دې دوه اړخيزه غونډه کې دوى د افغانستان په اړه د سيمه ييزو ميکانيزمونو پر اساسي رول او له بهر څخه د جوړ شوي ميکانيزم پر مخالف رول ټينګار وکړ.

اعلاميه زياتوي، دواړو لورو د باور پر بنسټ د سياسي اړيکو پر ټينګښت او د انرژۍ او کرنې پر پروژو د تمرکز ترڅنګ د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو پر پراختيا هم لېوالتيا ښودلې ده.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 176111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com