د طالبانو اداري مرستیال له چین سره د دغې ډلې د اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه

14 میزان 1403 ساعت 9:25

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په چین کې د دې ډلې له سفیر بلال کریمي سره کتلي او له چین سره یې د طالبانو د اړیکو د ټینګولو غوښتنه کړې ده.


د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په چین کې د دې ډلې له سفیر بلال کریمي سره کتلي او له چین سره یې د طالبانو د اړیکو د ټینګولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په چین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو له سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي سره وکتل.

کريمي وويل، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د طالبانو او چين ترمنځ د اړيکو د پراختيا لپاره کار کوي، چې ښې پايلې يې لرلې دي.

نوموړي زياته کړه چې په چين کې د افغان سوداګرو او محصلينو د زيات شمېر له امله په دغه سفارت کې قونسلګري خدمات فعال دي او په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته ښه خدمتونه کېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي وويل، چې افغانستان او چين اوږدمهاله تاريخي، فرهنګي او اقتصادي اړيکې لري او د دې ډلې د سفارتونو مسوولين بايد هر څومره چې ممکنه وي د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176108

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com