۰

د طالبانو اداري مرستیال له چین سره د دغې ډلې د اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه

شنبی ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۵
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په چین کې د دې ډلې له سفیر بلال کریمي سره کتلي او له چین سره یې د طالبانو د اړیکو د ټینګولو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو اداري مرستیال له چین سره د دغې ډلې د اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په چین کې د دې ډلې له سفیر بلال کریمي سره کتلي او له چین سره یې د طالبانو د اړیکو د ټینګولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په چین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو له سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي سره وکتل.

کريمي وويل، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د طالبانو او چين ترمنځ د اړيکو د پراختيا لپاره کار کوي، چې ښې پايلې يې لرلې دي.

نوموړي زياته کړه چې په چين کې د افغان سوداګرو او محصلينو د زيات شمېر له امله په دغه سفارت کې قونسلګري خدمات فعال دي او په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته ښه خدمتونه کېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي وويل، چې افغانستان او چين اوږدمهاله تاريخي، فرهنګي او اقتصادي اړيکې لري او د دې ډلې د سفارتونو مسوولين بايد هر څومره چې ممکنه وي د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي