غزني کې يو سيمه ييز خبريال د طالبانو له خوا ونيول شو

12 میزان 1403 ساعت 12:39

په غزني کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د خوشحال راډيو مسوول حکمت ارين د طالبانو د استخباراتو له لوري نيول شوى دى.


په غزني کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د خوشحال راډيو مسوول حکمت ارين د طالبانو د استخباراتو له لوري نيول شوى دى.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښاغلی ارين د يکشنبې په ورځ د تلې په ٨ مه د طالبانو د استخباراتو له خوا له خپل دفتر څخه نيول شوى او نامعلوم ځاى ته وړل شوى دى.

د ښاغلي قادري کورنۍ ویلي چې دوی لا هم د هغه د برخلیک په اړه څه نه پوهیږي.

سرچینې زیاته کړې، د طالبانو استخباراتو ښاغلی ارین د دې ډلې د ځانمرګو عملیاتو په اړه په بې احترامۍ تورن کړی دی.

خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، دا تور له هغه وخت سره تړاو لري چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی و او اوس نه دی.

دغه مرکز د ښاغلي ارین د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کړې ده. د خبریالانو مرکز هم د طالبانو له خوا د خبریالانو پر وړاندې د سانسور، شکنجې او ګواښونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176080

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176080/

جمهور
  https://www.jomhornews.com