کابل کې ۲۸ تنه د نشه يي توکو روږدي کسان نیولي دي

12 میزان 1403 ساعت 12:34

د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له کابل ولایت څخه یې ۲۸ تنه په نشه یی توکو روږدي کسان نیولي دي.


د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له کابل ولایت څخه یې ۲۸ تنه په نشه یی توکو روږدي کسان نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) اعلان وکړ چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو د بهیر په دوام یې ۲۸ تنه د کابل ښار له بېلابېلو سیمو، ۴ تنه له لغمان، ۲ تنه له پروان څخه نیولي دي. ۲ تنه له بغلان او ۲ تنه د سرپل او پکتیکا له ولایتونو څخه راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته انتقال شول.

وسله وال طالبان وايي چې په دايکنډي ولايت کې ١٧ روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنيو ته راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176078

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com