۰

کابل کې ۲۸ تنه د نشه يي توکو روږدي کسان نیولي دي

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۴
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له کابل ولایت څخه یې ۲۸ تنه په نشه یی توکو روږدي کسان نیولي دي.
کابل کې ۲۸ تنه د نشه يي توکو روږدي کسان نیولي دي
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له کابل ولایت څخه یې ۲۸ تنه په نشه یی توکو روږدي کسان نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) اعلان وکړ چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو د بهیر په دوام یې ۲۸ تنه د کابل ښار له بېلابېلو سیمو، ۴ تنه له لغمان، ۲ تنه له پروان څخه نیولي دي. ۲ تنه له بغلان او ۲ تنه د سرپل او پکتیکا له ولایتونو څخه راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته انتقال شول.

وسله وال طالبان وايي چې په دايکنډي ولايت کې ١٧ روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنيو ته راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي