د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې

12 میزان 1403 ساعت 12:32

د هېواد په ختيځ کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د کونړ ولايت په سرحدي سيمو کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ يو ځل بيا نښته شوې ده.


د هېواد په ختيځ کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د کونړ ولايت په سرحدي سيمو کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ يو ځل بيا نښته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه جګړه تېره شپه د تلې په ١١مه د خاص کونړ ولسوالۍ په "شالي دره" کې پيل او د شپې تر نهو بجو يې دوام درلود.

ويل کيږي چې په دې جګړه کې دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارولي دي. سرچينې زياته کړې، چې دواړو لورو ته د احتمالي مرګ ژوبلې کره جزئيات او د دې نښتې لامل لا نه دى معلوم.

دا په داسې حال کې ده چې له څو اوونیو راهیسې د ننګرهار ولایت په سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوله ساتو او طالب وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي. دواړه لوري په دې نښتو کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د پوستې د جوړولو پر سر جګړه روانه ده. ویل کیږي چې د پاکستان سرحدي ساتونکي د دې پښې د رامنځته کیدو مخه نیسي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 176077

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176077/

جمهور
  https://www.jomhornews.com