زاخارووا: د مسکو د غونډې هدف له طالبانو سره د سیمې د اړیکو پراخول دي

12 میزان 1403 ساعت 9:27

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وايي، د مسکو د شپږمې دورې غونډې هدف له طالبانو سره په سیاسي، اقتصادي او له ترهګرۍ او نشه‎يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د اړیکو پراخول دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اغلې زاخارووا د چهارشنبې په ورځ (تلې ۱۱) په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې به د «ملي پخلاینې» د بهیر پر پیاوړتیا هم خبرې وشي.

د يادونې وړ ده، چې د مسکو غونډه د جمعې په ورځ د روسيې، هند، چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان د استازو په ګډون جوړېږي.

زاخارووا ویلي، چې په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان موتګي هم د مېلمه په توګه ګډون وکړي.

غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرانستل شي.

ویل شوي چې ښاغلی لاوروف به د مسکو د غونډې په څنډه کې له امیر خان متقي سره هم وګوري او خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسکو پنځمه غونډه د تېر هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې جوړه شوې وه.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 176070

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176070/

جمهور
  https://www.jomhornews.com