په بدخشان کې د طالبانو له خوا د يوه پخواني سرتيري سر غوڅ شوى دى

11 میزان 1403 ساعت 19:54

په بدخشان کې دولتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د یوه پخواني سرتېری سر د دوو طالبانو له خوا پرې شوی دی.


په بدخشان کې دولتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د یوه پخواني سرتېری سر د دوو طالبانو له خوا پرې شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د تلې په ١٠مه، د بدخشان ولايت د بهارک او شهدا ولسوالۍ په لاره کې رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې وسله والو طالبانو ددغه پخواني سرتيري جسد هم ټوټې ټوټې کړى دى .

سرچينې وژل شوى کس د "بابا" په نوم ياد کړى او ويلي يې دي، چې په تېر حکومت کې يې د پوليسو په توګه کار کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د عمومي بخښنې د اعلان د ادعا برعکس د طالبانو د چارواکو او پخوانیو پوځیانو له بشري حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکړی دی.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو له خوا د چارواکو او پخوانیو پوځیانو د نیولو او شکنجه کولو لسګونه او د چارواکو او پخوانیو سرتېرو د غیر قانونی وژنې لږترلږه څلور پېښې ثبت شوې دی.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 176066

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176066/

جمهور
  https://www.jomhornews.com