عبدالقادر قانت د طالبانو له بنده خوشې شو

11 میزان 1403 ساعت 19:50

په کابل کې دولتي سرچینې وايي، چې د کابل د علماو شورا پخوانی رییس عبدالقادر قانت د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.


په کابل کې دولتي سرچینې وايي، چې د کابل د علماو شورا پخوانی رییس عبدالقادر قانت د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچینو په وینا، ښاغلی قانت د سه شنبې په ورځ د تلې په ۱۰مه د طالبانو له بنده خوشې او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

سرچينې زياته کړې، چې نوموړى د طالبانو د استخباراتو د څلوېښتمې لوا له بند څخه د يوه جومات د ملا امام په ضمانت خوشې شوى دى.

باید وویل شي، چې ښاغلی قانت د دوشنبې په ورځ د تلې په ۹ مه له کابل ښاره د طالبانو له خوا نیول شوی و.

د ښاغلي قانت د نیول کېدو لامل لا نه دی په ډاګه شوی. خو؛ هغه تر دې مخکې د طالبانو پر حکومتولۍ، په تېره بیا د ښځو پر زده کړو محدودیتونو نیوکې کړې وې.

باید وویل شي چې ښاغلی قانت د جمهوري نظام پر مهال د کابل د علماوو شورا مشر و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com