۰

عبدالقادر قانت د طالبانو له بنده خوشې شو

چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۵۰
په کابل کې دولتي سرچینې وايي، چې د کابل د علماو شورا پخوانی رییس عبدالقادر قانت د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.
عبدالقادر قانت د طالبانو له بنده خوشې شو
په کابل کې دولتي سرچینې وايي، چې د کابل د علماو شورا پخوانی رییس عبدالقادر قانت د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینو په وینا، ښاغلی قانت د سه شنبې په ورځ د تلې په ۱۰مه د طالبانو له بنده خوشې او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

سرچينې زياته کړې، چې نوموړى د طالبانو د استخباراتو د څلوېښتمې لوا له بند څخه د يوه جومات د ملا امام په ضمانت خوشې شوى دى.

باید وویل شي، چې ښاغلی قانت د دوشنبې په ورځ د تلې په ۹ مه له کابل ښاره د طالبانو له خوا نیول شوی و.

د ښاغلي قانت د نیول کېدو لامل لا نه دی په ډاګه شوی. خو؛ هغه تر دې مخکې د طالبانو پر حکومتولۍ، په تېره بیا د ښځو پر زده کړو محدودیتونو نیوکې کړې وې.

باید وویل شي چې ښاغلی قانت د جمهوري نظام پر مهال د کابل د علماوو شورا مشر و.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي